ads

حنیف اتمر او راس ولسن پر افغان سوله غږېدلي

د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر او په افغانستان کې د امریکا شارژدافیر تېره ورځ ناوخته د ویډیویي کنفرانس له لارې پر افغان سوله خبرې کړې دي.

محمدخان بریال
1 زمری 1399
حنیف اتمر او راس ولسن پر افغان سوله غږېدلي

له یاد وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، په دغه ویډیویي کنفرانس کې د سولې پر بهیر، سیمه‌ییزو همکاریو او د نړیوالې اجماع پر رامنځته کېدو تمرکز شوی دی.
خبرپاڼه څرګندوي چې په یاد کنفرانس کې دواړو خواوو د بندیانو پر خوشي کېدو، د تاوتریخوالي پر کموالي، د بین الافغاني خبرو پر ژره پیل او د افغان حکومت او امریکا پر ګډو هڅو بحثونه وکړل.
د سرچینې په وینا، د دوی تر منځ د سوداګرۍ پر پراختیا او د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا تر منځ د څو اړ خیزو همکارویو پر پراختیا هم نظرونه تبادله شول.
ټاکل شوې وه چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ بین الافغاني مذکرات د جولای میاشتې په نیمایي کې پیل شي، خو دغه بهیر د تازه اختلافونو په دلیل ځنډول شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA