ads

په خوست کې له ۵۰۰ زیانمنو کورنیو سره مرسته وشوه

په ترسره شوه مرسته کې غنم، وريجې، غوړي، بوره، چولې، چای، د اشپزخانې وسایل، لوښي او نور اړين توکي شامل وو.

بختاجان بختیار
1 زمری 1399
په خوست کې له ۵۰۰ زیانمنو کورنیو سره مرسته وشوه

د مرستې د وېش پرمهال پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر بهاوالدين جيلاني وويل، غواړي له اړمنو او زیانمنو سره د مرستې لړۍ جاري وساتي:
«هغه زیانمن خلک چې زیان ورته رسېدلی، مخکې له مخکې سروې شوي، چې شمېر یې ۵۰۰ ته رسېږي، له زیانمنو سره به زموږ د مرستې لړۍ جاري وي.»
د خوست د اسماعيل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ دوه تنه اوسېدونکي داودخان او اصیل محمد وايي، دوې مياشتې وړاندې يې په سیمه کې د شدید طوفان له کبله کورونه ونړېدل، چې اوس یې د بیرته رغولو توان نه لري.
داودخان: «د شدید طوفان له کبله مو کورونه ونړېدل، د کور خیوانات مو ټول له منځه لاړل، دلته ددې پخاطر راغلي، چې ګوندې دولت راسره مرسته وکړي.»
اصیل خان: «دوې میاشتې وړاندې په دوه سرکه سیمه طوفان راغی، چې زما نوی جوړ کړی کور یې هم راڅخه وران کړ. دا دویم وار دی چې مرسته راسره کیږي، خو پدې زموږ تاوان نه جبرانیږي، هیله ده حکومت زموږ اساسي اړتیاوې راپوره کړي.»
د شريفې او لیلمې په نومونو دوې نورې اړمنې که څه هم ددې مرستې په ترلاسه کېدو خوښي ښکاره کوي، خو وايي چې دا ورته بسنه نه کوي.
هغوی غوښتنه کوي چې دوی سره دې نورې مرستې هم وشي:
شریفه: «یو زوی مې هغه پخوا وفات شوی دی. اوس یې راته واړه ماشومان پاتې دي، دکور سرپرست نه لرم، یو دوه کوټه يي کور مې وه، چې هغه رانه په طوفان کې وران شو.»
لیلمه: «هره ورځ دې کمپلیکس ته راځم او ځم، خو څوک راسره مرسته نه کوي، یو زوی مې دی چې غره کې تیږه وباسي، بله هیڅ چاره نلرم، هیله راسره مرسته وشي.»
ډېر کله د افغان حکومت له لوري له اړمنو او طبيعي افت ځپلو سره دا ډول مرستې له دې کبله له نیوکو سره مخ کېږي، چې ګني مستحقو ته نه رسېږي.
خو عام نظر دادی، چې دا ډول مرستې د لنډې مودې لپاره وي او ددې پرځای دې اړمنو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیداکېدو هڅې وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA