بارونه دا دي چې تاوتریخوالی د سولې په پروسه کې د امتیاز اخیستنې په هدف ډېر شوی دی.
باورونه دا دي چې جګړه او تاوتریخوالی د سولې په پروسه کې د امتياز اخیستنې لپاره زيات شوي دي او خلک ورځ تر بلې د سولې پر بهیر بې باوره کېږي.
د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون تر لاسليک وروسته وسلهوالو طالبانو پرافغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ورځ تر بلې خپل بريدونه زيات کړي دي.
تازه په ارزګان کې د يوې چاودني په پایله کې د ملي اردو د درېیمې ټولۍ قوماندان، امنيه قوماندان او د سیمهییزو پولیسو قوماندان له څلورو نورو سرتیرو سره وژل شوي دي.
سياسي کارپوهان بيا په دې باور دي چې په روانه سخته شوې جګړه کې يوازې افغانان قرباني کېږي.
د سياسي چارو شنوونکی عینالدين بېګ بيا د روان وضعيت اصلي لامل د سياسيونو ترمنځ اختلافات، ځانغوښتنې او د سياسي پوهې نشت بولي.
بل لور ته پوځي کارپوه عبدالباري عارض په دې باور دی چې روان تاوتريخوالی او د جګړې شدت د سولې پروسه له خنډ سره مخ کړې ده.
د سياسي چارو بل شنوونکی بشير بېژن بيا وايي، د حکومت رهبران او ساسيون ځانګړې برنامه نهلري او په بحراني وضعيت کې خپلې ګټې لټوي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس هم د ۶۰۰ طالب بنديانو د نه خوشي کېدو پر سر د حکومت او طالبانو ترمنځ اختلافونه د سولې مذاکراتو د نهپيلېدو عوامل په ګوته کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


