ads

د مصر د پوځ او وسله والو مخالفینو تر منځ نښته شوې

د مصري رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد په سینا سیمه کې د وسله والو مخالفینو او د مصر د امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه شوې ده.

محمدخان بریال
1 زمری 1399
د مصر د پوځ او وسله والو مخالفینو تر منځ نښته شوې

د سرچینو په خبره، په یاده نښته کې ۱۸ وسله والو مخالفینو او دوو مصري سرتیرو خپل ژوندونه له لاسه ورکړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په یاده سیمه کې پر مصري ځواکونو ورته بریدونه شوي .
وسله وال مخالفین تر ډېره په سینا سیمه کې د مصر پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي او د دغه هېواد امنیتي ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.
په ورته وخت د سینا په شبه جزیره کې د چاودنې غږ هم اورېدل شوی او تر پېښې وروسته ډزې شوې دي.
کومې وسله والې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA