صدیقي: نوې کابینه باید مسلکي او د سیاسي وزن درلودونکې وي

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د سه شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، جمهور رییس محمد اشرف غني د معیارونو پر اساس د کابینې لپاره د وزیرانو د ټاکلو واک لري او باید هر نوماند وزیر د سیاسي وزن درلودونکی او مسلکي شخص وي.