هغه که څه هم د ارګ او سپدار تر منځ د کابینې پر سر د اختلافونو رامنځته کېدل ونه منل، خو زیاته یې کړه چې د وزیرانو پر ټاکنې او یادو معیارونو د حکومت مشورې روانې دي.
د ده په وینا، د کابینې د بشپړېدو او د وزیرانو د ټاکلو په برخه کې د دواړو لورو تر منځ ستونزې شته، خو په ورته وخت کې یې هیله څرګنده کړه چې متحدین به د شته معیارونو پر اساس پاتې وزیران هم معرفي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ارګ او سپدارماڼۍ تر منځ تر سیاسي هوکړې وروسته کابو دوې میاشتې تېږېږي، خو لاهم کابینه نیمګړې ده او ټولو وزارتونو ته وزیران نه دي معرفي شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


