ads

اکسفورډ پوهنتون د کورونا ویروس ضد درمل جوړ کړل

د بریټانیا هېواد رسنۍ وایي، د اکسفورډ پوهنتون له خوا د کورونا ویروس پر وړاندې د جوړ شوو درملو پایلې مثبتې ثابتې شوې او د کارپوهانو په وینا، دغه واکسین د کویډ ۱۹ پر وړاندې د انسان د بدن دفاعي نظام پیاوړی کولی شي.

شمس الرحمن شمس
31 چنګاښ 1399
اکسفورډ پوهنتون د کورونا ویروس ضد درمل جوړ کړل
یاده دې وي چې څه موده وړاندې پر زر تنو رضاکارانو دا واکسین ازمویل شوی و.
سرچینه وایي، اوس د دغه واکسین د ازموینو پایلې ښيي چې د یادو کسانو په وینه کې اړین انټي باډي او سپینې حجرې تولید شوې او دا وړتیا لري چې د دې ناروغۍ پر وړاندې ښه مبارزه وکړي.
کارپوهان که څه هم دې لاسته راوړنې ته خوښ دي، خو اوس هم ډاډه نه دي چې څومره ګټه به ولري.
دوی د جوړ شوو درملو په تړاو پر لا ډېرو څېړنو ټینګار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې دې ناروغۍ تر اوسه په نړیواله کچه تر نیم میلیون د ډېرو کسانو ژوند اخیستی او تر ۱۴ میلیونه ډېر نور پر اخته شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA