ads

د کورونا ویروس ۴۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۴۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۵ زره او ۵۰۳ تنو ته ورسېد.

محمدخان بریال
30 چنګاښ 1399
د کورونا ویروس ۴۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
د دغه وزارت ویاند اکمل سمسور د دوشنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته په خبرو کې وویل، له دې وبا څخه تازه دوه تنه مړه شوي او ۲۲ نور بیا ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۱۸۳ او د رغېدلو کسانو شمېر ۲۳ زره او ۶۶۳ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA