موټر چلوونکي وايي، له دې سره په ټول ښار کې ټرافيکي او ښاري نظم ګډوډ شوی او له دې امله په هرې څلورلارې کې د ساعتونو ساعتونو لپاره لاره بنده وي.
د دوی په وینا، دا چاره د دې لامل شوې چې موټر چلوونکي هم ټرافيکي قوانينو ته ژمن پاتې نهشي.
شکېب کليد راډيو ته وويل:
«په کابل ښار کې د ټرافيکي سيګنالونو نشت له امله له بېلابېلو ستونزو سره مخ يوو، کله چې يوې څلور لارې ته رسېږو ساعتونه وخت نیسي، څو ترې تېر شو. په ښار کې نظم ګډوډ شوی، موټر چلوونکي هم د اشارو نشت له امله ډېرو قوانينو ته ژمن نه پاتې کېږي چې دا په خپله په ښار کې ګڼه ګوڼه زياتوي.»
بل لور ته کابل ښاريان هم د ښار په منځ او په ځانګړي ډول په څلورلارو کې د ټرافيکي څراغونو او اشارو نشت ته اندېښمن دي او زياتوي، له دې سره په ښار کې ګڼه ګوڼه زياته شوې او دوی نهشي کولی خپلو ورځنيو چارو ته پر وخت ورسېږي.
دوی پر ښاروالۍ اړوندو بنسټونو غږ کوي چې په دې برخه کې دې لازم او عملي اقدامات وکړي.
مشعل محمدي کليد راډيو ته وويل:
«له بده مرغه په کابل ښار کې د ټرافيکي څراغونو څرک نهلګي. موږ له ډېرو ستونزو سره مخ يوو، کله چې دفتر يا بل ځای ته ځو، نو په ساعتونو ساعتونو په لاره کې بند پاتې کېږو. ځکه په ښار کې له يوې خوا د موټرو شمېر زيات دی او له بلېخوا ټرافيکي اشارې او څراغونه نشته.»
د کابل د ټرافيکو رییس خان محمد شنواری د ښار په منځ کې د ټرافیکي څراغونو پر نشت اندېښنه څرګندوي او زیاتوي چې دا برخه کابل ښاروالۍ ته انتقال شوې او هغوی په دې اړه هېڅ ډول اقدامات نهدي کړي.
شینواري کليد راډيو ته وويل:
«دا ټرافيکي څراغونو او اشارو برخه کابل ښاروالۍ ته انتقال شوې، ډېری خلک فکر کوي چې دا زموږ اړوند کېږي، حال دا چې دا پر موږ پورې اړه نهلري. یقينا که چېرې پر ټولو څلورلارو ټرافيکي څراغونه ونښلول شي، نو ښاري او ټرافيکي نظم پخپله ورسره جوړېږي.»
کابل ښاروالي بيا وايي، په دې برخه کې یې له يوې کمپنۍ سره قرارداد لاسليک کړی او ډېر ژر به شته ستونزې هوارې شي.
د ښاروالۍ د نشراتو رییس نعمتالله بارکزی وايي، په نېږدې ورځو کې به د کابل ښار په ټولو ۳۴ څلورلارو کې ټرافيکي څراغونه نصب شي.
بارکزي کليد راډيو ته وويل:
«موږ پخوا له يوې کمپنۍ سره په دې برخه کې يو قرارداد لاسليک کړی و، خو له بده مرغه په قرارداد کې ځينې ستونزې رامنځ ته شوې او دا چاره عملي نشوه. اوس دا ستونزه حل شوې او په نېږدې ورځو کې به د کابل ښار په ټولو ۳۴ څلورلارو کې ټرافيکي چراغونه نصب شي.»
کابل د افغانستان هغه ولایت دی چې د نفوس کچه پکې تر بل هر ولايت په مراتبو زياته ده. د ښار په منځ کې د موټرو ګڼه ګوڼه او ټرافيکي ستونزې هغه موارد دي چې له پخوا راهیسې کابل ښاريان ورسره مخ دي.


