ads

د ترکیې په اوبو کې د ډوبو شوو ۲۴ افغانانو مړي پيدا شول

په ترکیه کې د افغانستان سفاره په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د هغو ۵۸ ګډوالو جسدونه پیدا شول چې څه موده وړاندې د کښتۍ چپه کېدو له کبله د وان ښار په یو سیند کې ډوبه شوې وه.

محمدخان بریال
30 چنګاښ 1399
د ترکیې په اوبو کې د ډوبو شوو ۲۴ افغانانو مړي پيدا شول
اعلامیه زیاتوي چې په پیدا شوو کسانو کې ۲۴ تنه افغانان هم شامل دي چې په غیرقانوني ډول یې ترکیې ته د اوښتلو هڅه کوله.
د سرچینې په وینا، دغه جسدونه د ۱۵۰ متره په اوږدوالي د سیند تل ته لودېدلي وو او په راایستل شوو کسانو کې څو ماشومان هم شامل دي.
د سفارت په اعلامیه کې همدارنګه لیکل شوې چې ترکیه هېواد هوډ لري، څو په نېږدې راتلونکي کې دغه مړي افغانستان ته ولېږدوي او اریانا افغان هوایي شرکت ته سپارښتنه شوې چې د جسدونو په لېږد کې مرسته وکړي.
د یادولو وړ ده چې د روانې چنګاښ میاشتې په لومړیو کې یوه کښتۍ چې ۸۰ تنه پکې سپاره وو، د ترکیې په اوبو کې ډوبه شوه.
تر دې پېښې وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په همدغه هدف د ترکیې وان ښار ته یو پلاوی هم ولېږه.
تر اوسه معلومه نه ده چې په یاده کښتۍ کې د سپور کسانو له ډلې څومره یې افغانان وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA