ads

حامدکرزی او عبدالله د بین الافغاني خبرو پر پیل غږېدلي

د افغانستان پخواني جمهور رییس حامد کرزي پرون د مصالحې شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

محمدخان بریال
30 چنګاښ 1399
حامدکرزی او عبدالله د بین الافغاني خبرو پر پیل غږېدلي
د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر وایي، په یاده لیدنه کې د دواړو لورو تر منځ د بندیانو پر تبادلې، د بین الافغاني خبرو پر پیل او د هوکړې پر عملي کولو ټینګار  شوی دی.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د امریکا شارژدافیر راس ولسن هم د بین الافغاني خبرو د ژر تر ژره پیلېدو غوښتنه کړې ده.
هغه پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، اوس هغه وخت رارسېدلی چې بین الافغاني خبرې پیل او د حکومت کابینه بشپړه شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA