ads

ترکي سرتیرو د داعش ډلې ۲۷ غړي نیولي

د ترکیې رسنۍ خبر ورکوي چې پولیسو یې په استانبول ښار کې ۲۷تنه د داعش ډلې شکمن جنګیالي نیولي دي.

محمدخان بریال
30 چنګاښ 1399
ترکي سرتیرو د داعش ډلې ۲۷ غړي نیولي
ترکي چارواکي وایي، یادو کسانو غوښتل چې پر ترکي پولیسو بریدونه وکړي، خو د دوی د کشفې معلوماتو پر اساس تر برید وړاندې د استانبول ښار په ۱۵ ولسوالیو کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
دوی وایي، په دې اړه یې پلټنې پیل کړې، څو معلومه کړې چې یادو کسانو ولې او په کومو ځایونو کې پر پولیسو د بریدونو پلان درلود.
د معلوماتو له مخې، داعش ډلې تر دې وړاندې هم د ترکیې پر یو شمېر سیمو بریدونه کړي او تر ټولو ستر یې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې پر لاریون خونړی برید و.
په هغه برید کې ۱۰۲ تنه ترکي وګړي ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA