ads

هند کې د کورونا ویروس د ناروغانو شمېر تر یو میلیون کسانو څخه واوښت

هندۍ رسنۍ خبر ورکوي چې په دې هېواد کې کورونا ناروغي تر بل هر وخت زیات زور کړی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۵زره نور کسان په دې وبا اخته شوي دي.

شمس الرحمن شمس
28 چنګاښ 1399
هند کې د کورونا ویروس د ناروغانو شمېر تر یو میلیون کسانو څخه واوښت

هندۍ رسنۍ خبر ورکوي چې په دې هېواد کې کورونا ناروغي تر بل هر وخت زیات زور کړی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۵زره کسان په دې وبا اخته شوي دي.

د معلوماتو له مخې دم ګړۍ هند کې په دې وبا د اخته کسانو شمېر تر یو میلیون څخه اوړي او له دې ناروغۍ څخه بیا کابو ۲۵زره ۲۰۶تنه مړه شوي دي.

نړۍ کې هند د کورونا ناروغانو شمېر له پلوه له امریکا او برازیل وروسته درېیم هېواد شو چې پکې زیات شمېر خلک اخته دي.

هند کې اوس ګرځبندیر دی او په ځینو برخو کې بیا د خلکو له ګرځبندیز څخه سرغوړونې کېږي چې روغتیایي چارواکي ورته  اندېښمن دي.

د هند ګاونډ پاکستان کې هم د کورونا ناروغي ډېره شوې ده هلته هم له دې وبا څخه د مړینه کچه مخ په ډېرېدو ده.

پاکستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر له ۲۶۱زره څخه اوښتی ددې هېواد روغتیایي چارواکي د ۱۶۰۴تنو روغتیا حالت نازک ښودلی هلته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۷کسان مړه شوي دي چې ورسره د مړه شوی کسانو شمېر ۵۵۲۲تنو ته ورسېد.

د امریکې د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو پر بنیا په ټوله نړۍ کې د کورونا ویروس څخه د مړينو شمېره شپږ لکه ۱۹۲۷ ته ورسېده، او د اغېزمنو شمېره نږدې ۱۵میلونه ښودل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA