د هرات سیمه ییز چارواکي وایي چې هره ورځ له ایران څخه د زرو په شاوخوا کې افغان کډوال هېواد ته راستنیږي.
دوی وایي ایران په زوره افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي چې هلته اوس د کورونا دوېیمه څپه خپره شوې ده.
د هرات د روغتیا ریاست اندېښنه لري چې د کډوالو په راستنېدو سره هېواد کې د کورونا ویروس دوېیمه څپه راتلای شي.
د هرات د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست وايي هره ورځ له ایران څخه هېواد ته له ۱۰۰۰ تنو څخه زیات افغان کډوال راستنېږي چې نیمايي برخه یې په زوره له هغه هېواد څخه ویستل کېږي.
بل لور ته د هرات سیمه ییز چارواکي بیا ډاډ ورکوي چې دوی د اسلام قلعه بندر کې له ایران څخه د راستنېدونکو کډوالو د تشخیص لپاره پوره چمتوالی لري او په دې برخه کې ډېر جدي دي.
د معلوماتو له مخې د کورونا له پیل تر دامهاله له ایران څخه کابو ۱۵۰زره افغان کډوال خپل هېواد ته راغلي دي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

