د ملي امنیت شورا خبر ورکوي چې په تېره یوه میاشت کې طالبانو ۴۲۰تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
ددې شورا په خبرپاڼه کې راغلي دي چې طالبانو په تېره یوه میاشت کې ۱۴۵۶بېلابېل بریدونه کړي چې له کبله یې ۱۲۹ولسي کسان وژل شوي او ۱۹۱نور ټپیان شوي دي.
دوی وایي سره له دې چې طالبانو له امریکا سره د دوحې تړون لاسلیکولو پر مهال ژمنه کړې وه چې تاوتریخوالی به کموي، خو برعکس دوی د هېواد په لویو ښارونو، لویو لارو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړ او له کبله یې لسګونه ملکیانو ژوند وبایله.
طالبانو د هیواد په بیلابیلو برخو کې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو ترڅنګ هدفي وژنې او له مقناطیسي ماینونو استفاده کوي، چي اکثر قربانیان یې د ښځو او کوچنیانو په ګډون بې ګناه افغانان وي.
خبر پاڼه زیاتوي چې طالبانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ځانمرګو بریدونو ، چاودنو، هدفي وژنو او میقناطیسي ماینونو څخه په استفادي دغه مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اړولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین افغانستان کې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی د اندېښنې وړ ګڼلی دی او په دې برخه کې د کمېدو غوښتنه کړې ده.
وسله والو طالبانو بیا په دې اړه تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

