ملا محمد یعقوب د طالبانو د پوځي کمېسیون مشر ټاکل شوی

د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر اخوند زوی ملا محمد یعقوب ددې ډلې د پوځي کمېسیون مشر ټاکل شوی دی او همدارنګه دې ډلې په خپل مرکچې پلاوي کې د څلور کسانو د بدلون خبره هم کړې ده.