د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند زوی ملا محمد یعقوب ددې ډلې د پوځي کمېسیون مشر ټاکل شوی دی.
دا بدولون داسې مهال کېږي چې د بین الافغاني خبرو پیل لپاره هڅې روانې دي، طالبانو همدارنګه د بین الافغاني خبرو لپاره خپل تشکیلاتي جوړښت کې هم بدلون رواستی دی.
اسوشیتید پریس خبري اژانس پرون یو راپور خپور کړ، چې د طالب سرچینو له قوله پکې ویل شوي ددې ډلې د مشرتابه شورا ۴ غړي په مرکچي پلاوي کې شامل شوي دي.
په راپور کې راغلي چې د ملاهت الله اخوندزاده له لوري دا بدلونونه په هدف رامنځته شوي چې ددې تحریک پر پوځي او سیاسي څانګو خپل کنټرول لا زیات کړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او امریکا د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتېدل داندېښنې وړ بللي دي او له دوی یې غوښتي چې روان تاوتریخوال کم او دایمي سولې لپاره مخامخ خبرو ته کېنې.
بل لور ته طالبان وایي تر هغې به بین الافغاني خبرې پیل نه شي ترڅو چې د دوی ټول پنځه زره بندیان د لیست مطابق خوشې نه شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

