روسیه خبر ورکوي چې د کورونا ضد واکسین ته نېږدې شوې ده
روسي چارواکو تېره ورځ رسنیو ته وویل چې د دوی د درملو جوړولو شرکت په دې بریالۍ شوی چې کورونا ضد درمل جوړ کړي .
دیمیتري پسکوف وایي د درملو وروستۍ څېړنې بریالۍ ثابتې شوي او پایله یې هم بریالۍ ده.
دی وایي له دې معلومیږي چې مسکو د کورونا ضد واکسین ته نږدې شوې ده.
پسکوف د دې واکسین بریالۍ ازموینې او غوښتونکو ته په اشارې زیاته کړې، چې روغتیا پالان به له یو شمېر نورو څېړنو او پوره ډاډ وروسته د دې واکسین په تولید پيل کوي.
روسیي چارواکي وایي ، که څه هم په دې هيواد دکورونا دویمه څپه راغلې خو بیاهم پيښې مخ به کمېدو دي.
د معلوماتو له مخې روسه د نړۍ له هغو هېوادونه ده چې د کورونا راتګ سره یې پر خپلو خلکو سخت بندیزونه ولګول او همدا لامل دی چې هلته د کورونا ویروس د نورو هېوادونو په څېر نه دی خپور شوی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

