ads

د کورونا ویروس ۶۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس۶۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۵زره ۲۸۹تنو ته ورسېد.

شمس الرحمن شمس
28 چنګاښ 1399
د کورونا ویروس ۶۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس۶۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۵زره ۲۸۹تنو ته ورسېد.

د دغه وزارت مرستیاله ویانده معصومه جعفري کلید ته وویل، له دې وبا څخه تازه ۱۷ تنه مړه شوي او ۷۲ نور بیا ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۱۶۴ او د رغېدلو کسانو شمېر ۲۳ زره او ۲۸۰ تنو ته ورسېد.

روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA