جمهور ریس محمد اشرف غني دې پروګرام د پرانیسنې پرمهال وويل، دا پروګرام به عملي کېږي او له دې لارې به هڅه وکړي، څو د فقر کچه په هېواد کې راکمه کړي.
نوموړي زياته کړه چې د افغانستان هر بنسټ له دې پرګرام څخه د نظارت حق لري.
جمهور رییس ټينګار وکړ چې د بيوزلو کسانو پیسو څخه بډي اخیستل له خدای او ولس سره لوی خیانت دی او خبرداری یې ورکړ که هر څوک ولیدل شي نو سخته جزا به ورکړي.
نوموړي وويل:
«دا پروګرام به عملي شي، په دې برخه کې به د فساد مخنیوی وکړو، که هر څوک وليدل شول چې په دې برخه کې یې فساد کړی یا سترګې یې د اړمنو کسانو پیسو ته نيولي، د نورم استندرد ادارې رییس سره مو چې څه وکړل، ورسره به یې وکړو، څو ولسوالانو ويلي وو چې له دې ځانګړې شوې بودجې څخه زموږ برخه راکړئ، که پر مخه مو راغلل له پښو یې زړندوم.»
په ورته وخت کې د جمهور رییس لومړي مرستيال امرالله صالح وويل، دا پروګرام په دوو پړاوونو کې پلي کېږي، چې لومړي پړاو کې به یې د هېواد ۳۴ ولايتونو کې ۱.۶۸ کورنيو ته اوړه، وريجې، لوبيا، غوړي او د لاسمينځولو سابون ووېشي.
دی زياتوي، د دې پروګرام په دويم پړاو کې به د هېواد په ټولو ولايتونو کې ۲.۵ ميليونه کورنيو له دې پروګرام څخه برخمن شي.
د صالح په خبره، د ملي دسترخوان پروګرام د دويم پړاو بودجه ۱۵۸ ميليون ډالرو ته رسېږي.
نوموړي وويل:
«دا پروګرام نن پيلېږي، د دې پروګرام له لارې به د هېواد ۳۴ ولايتونو کې ۱.۶۸ کورنيو ته اوړه، وريجې، لوبيا، غوړي او د لاسمينځولو سابون ووېشي.»
د چارو شنوونکي بيا دا پروګرام د فقر له منځه وړلو لپاره اساسي پروژه نهبولي او زياتوي، دا پیسې بايد د پراختيايي پروژو په برخه کې مصرف شوي وی، څو خلکو ته کاري فرصتونه برابر او له دې لارې عوايد ترلاسه شوي وی.
د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالقادر جیلاني وايي، دا پروژه او د ملي دسترخوان په نوم پروګرام پر خلکو منډي وهل دي او دا به په موقت ډول خلکو ته تسکين بښوونکی وی.
دی ټينګار کوي چې حکومت د دې پروګرام د مديريت ظرفيت نهلري او د اړمنو کسانو پر ځای به څو محدودو کسانو ته ووېشل شي.
جيلاني وويل:
«زه فکر کوم دا يوازې پر خلکو ملنډې وهل دي او څوک چې وايي له دې کار سره به د فقر ګراف ټيټ کړي نو دا ډېر بېځایه منطق دی، ځکه دا پروګرام د شلو يا نهايت د يوې مياشت لپاره دی او له دې لارې شونې نهده چې د فقر مخنیوی وشي، د فقر د مخنيوی او د دې ګراف د ټيټېدو لپاره اړتيا وه چې دا پیسې د پراختيايي پروژو په برخه کې مصرف شوي وی، له یوې خوا به ډېر خلک په کار شوي وی او له بلې خوا به عوايد ترلاسه کېدای.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د وچې ډوډۍ د وېش په پروسه کې پر حکومت او اړوندو بنسټونو نيوکې دا وې چې په دې پروسه کې پراخ فساد شوی او ډېرو کمو اړمنو ته ورسېدلې
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


