ads

افغان او امریکايي چارواکو د بین الافغاني خبرو پر ژر پیل ټینګار کړی

جمهور رییس محمد اشرف غني او د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین د افغان سولې په اړه پرون ټېلفوني خبرې وکړې او دواړو لوریو د بین الافغاني خبرو پر ژر پیل ټینګار وکړ..

شمس الرحمن شمس
28 چنګاښ 1399
افغان او امریکايي چارواکو د بین الافغاني خبرو پر ژر پیل ټینګار کړی

د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین جمهور رییس غني سره د خبرو پر مهال افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ وباله او ټینګار یې وکړ چې ژر تر ژر دې بین الافغاني خبرې پیل شي.

د جمهور رییس ویاند صدیق صدیقي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې جمهور رییس محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په ګډه د امریکا د ملي امنیت سلاکار سره د افغان سولې پر وړاندې خنډونو او راتلونکو ننګونو په اړه خبرې وکړې.

په ورته مهال د امریکا د ملي امنیت سلاکرار افغان مشرانو ته ډاډ ورکړ چې هېواد یې د یوه متحد او خپلواک افغانستان څخه ملاتړ کوي.

نوموړي همدارنګه د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره د تاوتریخوالي کمېدل لازمي دي، تر څو د افغان حکومت او طالبانو ترمځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړې له مخې افغان حکومت به ۵زره طالب او  طالبان به ۱۰۰۰تنه حکومتي بندیان خوشې کوي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA