دارزګان د پوهنې رياست چارواکي وايي په دغه ولایت کې د کلتوري محتدويتونو له کبله ۹۷ سلنه نجونې له زده کړو بې برخې دي او یوازې ۳ سلنه نجونې زده کړې کوي.
خلک بیا وايي ځکه خپله لورګانې ښوونځيو ته نه لېږي چې په ښوونځيو کې ښځينه ښوونکي نشته.
ارزګان کې دپوهنې رياست چارواکي وايي په دغه ولایت کې د نا امنيو او ټولنيزو ستونزو له کبله په سلو کې ۳سلنه نجونې زده کړو ته لاسرسی لري.
دارزګان د پوهنې رياست ریيس ميرزا محمد سالارزوی نا امني او یو شمېر نور ټولنیز لاملونه یادوي چې کورنۍ خپلې لونې ښوونځیو ته نه پرېږدي.
نوموړی زياته وي چې په دغه ولايت کې دا مهال د ۱۶۹ فعاله ښوونځيوله ډلې څخه ۱۸ ښځينه ښوونځي فعاله دي چې ۸ لومړنۍ ښوونځي،۴ منځني ښوونځي او ۶ ليسې دي.
(((موږ چې کومې رسمې شمیرې په لاس کې لرو، په ټول ارزګان ولایت کې یوازې په سلو کې څه باندې درې سلنه نجونې زده کړو ته لاس رسی لري. خو دغه سرشمېرنه موږ په ۹۷ کال کې کړې وه. موږ دې خبرې اندېښمن کړي یو چې خلک خپلې لوڼې ښوونځۍ ته نه پریږدي.
اوس مهال په دې ولایت کې کابو ۱۵ زره نجونې ښوونځیو ته ځي چې د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې کورنۍ يې د دوولسم یا تر هغه لوړو زده کړو ته نه پریږدي)))
په ارزګان کې يوشمېر هغه نجونې چې دامهال زده کړو ته لاس رسی نلري وايي د زده کړو لويي ارمان لري خو د کورنيو ستونزو او د منظم چاپیريال د نه شتون له امله زده کړو ته لاس رسی نلري.
دوی له دولت څخه غواړي چې دې ستونزې ته یو داسې حل راوباسي چې نجونۍ خپل انساني حق تر لاسه کړي او زده کړې وکړي.
((( زه د ښوونځي ویلو زیات ارمان پر زړه لرم، دوې میاشتې د پلار په پټه په کلي کې یو سنټر ته د درس ویلو لپاره ورغلم خو کله چې مې پلار خبر شو، بېرته یې را وګرځولم، پلار مې ویل چې ته د ملا لور يې، باید ښوونځي ته لاړه نشې، خلک په ما پورې خاندي او نجونې باید په کور کې اوسي.
((غوښتنه مې له دولت څخه داده چې ارزګان کې د هغه نجونو لپاره چې کورنۍ ښوونځیوته د تګ اجازه نه ورکوي، باید کور په کور ښوونځی ورته خلاص کړي اویا دې هم کورنیوته قنعت ورکړي څو نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیوته لاړشي.))
ارزګان کې د کورنيو مسولين او قومي مشران بیا ښوونځيو ته د انجونو د نه ورتګ لامل په ښوونځيو کې د ښځينه ښوونکو نه شتون ياده وي.
په دغه ولايت کې يو تن قومي مشر حاجي شفيع الله رحيمي وايي ډئېری خلک له همدې کبله خپلې لورګانې ښوونځيو ته له ورتګ څخه راګرځوي چې په ښوونځيو کې ښځينه ښوونکي شتون نلري.
((که چېرې حکومت د نجونو لپاره جلا ودانۍ او ښځینه ښوونکې پر دندو وګماري، دا ستونزه هوارېږي، په ارزګان کې په ښځینه ښوونځيو کې نارينه ښوونکي نجونو ته تدریس کوي او دې مسئلې د ټولو خلکو ذهنونه بل لور ته اړولي دی)))
دقومي مشرانو دغه ستونزې د ارزګان د پوهنې د رییس ميرزامحمد سالارزوی سره شريکې کړې
هغه هم دا تائيدوي او وايي چې د ښځېنه ښوونکو د نشتون له امله په ښوونځيو کې يې نارينه ښوونکي په دندو ګمارلي دي
هغه وايي د ښځينه ښوونکو د ګمارني د ستونزې د حل په لټه کې دي.
((موږ اوس پلان لرو چې د اي، ډې،اې مؤسسي په مرسته په لوړ معاشونو له مرکز کابل څخه ښځینه ښوونکي راولو څو دلته د ښوونکو ترڅنګ زده کونکو ته هم تدریس ورکړي.))
د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې اوس مهال په ارزګان ولایت کې ۱۳۶۱ ښوونکي ګمارل شوي چې ۱۴۵ يې ښځینه ښوونکي دي.
په دغه ولايت کې لسګونه ښوونځي د جګړو له امله هم د زده کوونکو پر مخ تړلي پاته دي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

