ads

چین کې د سیلابونو له کبله ۱۴۰تنو ژوند بایللی دی

د چین حکومت خبر ورکوي چې له تېرو څو ورځو راهیسې ددې هېواد په ختیځو او منځنیو برخو کې د ډېرو بارانونو له کبله سخت سیلابونه راوتلي دي چې میلونونه وګړي یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

شمس الرحمن شمس
27 چنګاښ 1399
چین کې د سیلابونو له کبله ۱۴۰تنو ژوند بایللی دی

د چین حکومت خبر ورکوي چې له تېرو څو ورځو راهیسې ددې هېواد په ختیځو او منځنیو برخو کې د ډېرو بارانونو له کبله سخت سیلابونه راوتلي دي چې میلونونه وګړي یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د دغه هېواد د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی دی چې د خلیجونو او جهیل اوبه په بې ساري ډول زیاتي شوي دي او ځنډول یې خورا خطرناک مرحله ده.

ددوی د معلوماتو له مخې ۳۳سیندونه د اوبو د معمول له کچې ډېرې زیاتې بهیږي، چې له همدې کبله د بېړنیز حالت دریمه درجه اعلان شوې ده. ځینې ودانۍ د سیلابي اوبو له کبله ړنګې شوې دي.

د راپورونو له مخې تر اوسه پورې د ۱۴۰تنو مړینه ثابته شوې ده او میلیونونه کسان د چین حکومت لخوا خوندي ځایونو ته وړل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA