د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاندخلیل اسیر کلید ته وویل،چې د احسان الله په نوم يو کس چې د پنجشنبې په ورځ يې خپله مېرمن د چاقو په وارونو وژلې وه نيولی دی.
د اسیر په وینا، پولیس نن د جمعې په سهار وتوانیدل چې احسان الله د یاد ولایت په دشت قلعه ولسوالۍکې ونیسي.
نوموړی زیاتوي چې پولیسو دده د کورنۍ شپږ نور غړي هم نیولي دي.
تر دامهاله ددې قتل لامل معلوم ندی،خو د امنیه قومندانۍ ویاند وایې په دې تړاو څیړنې روانې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

