د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر دې دمه درې میلیونه، ۵۷۰۰۰۰ زره تنه پر کورونا اخته شوي او تر یو لک او ۳۸ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۱۳ میلیونه اوښتی او تر نیم میلیون ډېر بیا کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
دې سره امریکا کې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېرو له درې میلیونه، پنځه لکه اویا زرو پورته کېږي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان وایي، که کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره هېوادونو پرېکنده ګامونه پورته نه کړي، نو وضعیت تر دې هم خرابیدی شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

