ads

د پاکستان هوایي چلند ادارې د خپلو پیلوټانو جوازونه وڅېړل

د پاکستان د ملکي هوایي چلند ادارې هغه خبره رد کړه چې د دغه هېواد پیلوټان په جعلي اسنادو مقرر شوي دي.

شمس الرحمن شمس
27 چنګاښ 1399
د پاکستان هوایي چلند ادارې د خپلو پیلوټانو جوازونه وڅېړل

د پاکستان د ملکي هوایي چلند ادارې هغه خبره رد کړه چې د دغه هېواد پیلوټان په جعلي اسنادو مقرر شوي دي.

ددې ادارې رییس حسن ناصر جامي ولي چې د پاکستان د ټولو پیلوټانو جوازونه سم دي او په کومو چې شک شوی تر څېړنو لاندې نیول شوي.

په ورته مهال ددغه د پیلوټانو د اتحادیې لخوا هم ددې خبره پخلی شوی او ویلي دي چې د ټولو پیلوټانو اسناد سم دي او ټول مسلکي خلک دي.

دوی دا خبره داسې مهال کوي چې د تېرې جون میاشتې په ۲۴مه د پاکستان د هوایي چلند وزیر غلام سرور خان پارلمان ته د وینا پرمهال ویلي و چې له ۸۶۰پیلوټانو څخه د ۲۶۲تنو اسناد مشکوک دي چې وروسته بیا ۲۸پیلوټان له دندو لیرې کړای شول.

له دغو څرګندونو وروسته امریکا او اروپایي هېوادونو  پرېکړه وکړه چې د پاکستان پیلوتانو په پروازونو بندیزونه ولګوي او همغه چې تر اوسه پر دوی دا بیدیز لګېدلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA