د هېود په شمال کې امنيتي ځواکونه له وسله والو طالبانو سره به نښتو او هوايي بريدونو کې د ۱۱۰ تنو وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي کليد ته وويل، وسله الو طالبانو به تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بلخ، فاریاب او سرپل ولايتونو کې پر افغان امنيتي ځواکونو بريدونه کړي دي.
د نومړي په خبره د افغان امنيتي ځواکونو په ځوابيه هوايي او ځمکنيو بريدونو کې د يادې ډلې ۷۸تنه جنګيالي وژل شوي، ۳۳ تنه ټپيان شوی او درې جنګيالي يې نيولي دي.
رضايي وايي په یادو نښتو کې امنيتي ځواکونو د وسله والو طالبانو پنځه د راټولېدنې مرکزونه او يوه قرارګاه له مينځه وړې او له پنځلس عرادو څخه زيات نقليه وسايط او ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې ترې نيولي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه پدې اړه رسنيو ته څه ندي ويلي، خو پدې وروستیو کې د هېواد په شمال کې د يادې ډلې بريدونه زیات شوي دي، چې څو ورځې وړاندې يې د سمنګان ولايت پر ملي امنيت رياست هم بريد کړی وو او لسګونه امنيتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


