د افغانستان د ترانسپورت وزارت سلاکار او د ملي امنیت پخوان ویاند تواب غورځنګ د وپېښې ناروغۍ له کبله ومړ.
غورځنګ تر دې وړاندې د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې او د ملي امنیت شورا د ویاند، د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو د رئیس او د همدې ادارې د ولسي چارو ریاست د رئیس په توګه هم دندې ترسره کړې وې.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال ډاکټر وحید مجروح پرخپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې د ملي امنیت شورا پخوانی ویاند تواب غورځنګ د زړه حملې له کبله مړ شوی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

