د راپورونو له مخې ټاکل شوې د افغانستان راتلونکي فکري ناستې تر عنوان لاندې په قطر کې د افغانستان د ۴۵مدني او سیاسي فعالان له طالبانو سره یو غیري رسمي ناسته ولري.
دا خبره د دوحې د جنجال او بشردوستانه څېړنو د مرکز مشر سلطان برکات په خپله ټوېټر پاڼه کړې ده او ویلي یې دي چې دا ناسته نږدې راتلونکي کې به د قطر پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.
نوموړي ویلي دا کسان “روڼ اندي افغانان، با نفوذه او شخصیتونه” دي او د هغو مهمو خبرو لپاره بلل شوي چې افغانستان د امریکا او طالبانو د دوحې تړون له لاسلیک وروسته ور سره مخ دی.
د نوموړي په خبره، دې ناسته کې له طالبانو سره له تړون وروسته د حکومت راتلونکی، راتلونکي افغانستان کې د ښځو حقونه او پر نورو ټولنیزو او اقتصادي مسلو بحث کېږي.
د برکات په خبره د ګډونوالو رابلل یوازینۍ موخه د افغانستان د تلپاتې سولې لپاره هلي ځلي دي او په دې برخه کې د نظریاتو تعامل دی.
افغان حکومت او د مصالحې عالي شورا په دې اړه څه نه دي ویلي.
بل لور ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې تر اوسه له دوی سره دا موضوع شریکه شوې نه ده او هر کله چې ورسره شریکه شي بیا به یې په اړه پرېکړه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

