د بغلان ولایت امنیه قومندان پر تعقیبي موټر د ماین چاودنې له کبله درې تنه ټپيان شول.
ددې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند جاوید بشارت کلید ته وویل، ياده پېښه نن د دغه ولايت مرکز پلخمري ته پر غځېدلې لار رامينځته شوې.
نوموړي زياته کړه، چې وسله والو د دغې لارې په اوږدو کې يوه کړۍ ماين ځای پر ځای کړی وو، چې د امنيه قومندان د تعقيبي کس محمد ويس صميمي پر موټر يې چاودنه کړې.
د بشارت په خبره په دغه چاودنه کې دوه ملکي وګړي او یو پولیس ټپیان شوي دي.
د دولت وسلوالو مخالفینو تر اوس د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

