ads

حنف اتمر: د پاکستان بریدونه په هېڅ صورت د زغملو نه دي

د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې پر کنړ ولایت د پاکستاني نظامیانو بریدونو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د بشر حقونو خپلواک کمېسیون غبرګونونه راپارولي دي.

ارین سهاک
26 چنګاښ 1399
حنف اتمر: د پاکستان بریدونه په هېڅ صورت د زغملو نه دي

دا غبرګونونه په داسې حال کې راپورته شوي چې د پاکستان له لوري په راتوغول شوو توغندویي بریدونو کې
له خوا په توغول شوي توغندي له امله اته ملکي وګړي مړه او ۱۱ نور زخمیان شوي دي.
د افغان چارواکو په وینا، پاکستاني ځواکونو په سرکاڼو او مرورې ولسوالیو کې لومړی د افغانستان د پوله ساتو ځواکونو پر پوستو ډزې کړې او وروسته د دواړو لورو تر منځ نښته رامنځته شوې ده.
د کنړ ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان وایي، د پاکستان سرحدي ځواکونو د نواپاس په سیمه کې له افغان ځواکونو سر نښته کړې او د ملکي وګړو پر کورونو یې توغندي توغولي دي.
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر پر افغانستان د پاکستان شوي بریدونه په کلکو ټکو وغندل او زیاته یې کړه چې دا ډول کړنې په هېڅ صورت د زغملو نه دي.
پر افغان ځواکونونو او ملکي وګړو د پاکستان بریدونو د بشر حقونو کمېسیون غوسه هم راپارولې ده.
د دغه کمېسیون رییس نعیم نظري کلید وویل، پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه او د ملکي وګړو په نښه کول له بشري حقونو سرغړونه او ستر جنایت دی.
هغه وایی، افغان حکومت کولاي شي په رسمي توګه د عدالت نړیوالې محکمې ته په دې اړه شکایت وکړي، څو دغه بریدونه په جدي ډول وڅېړل شي.
همدارنګه یو شمېر افغان سیاسي شنونکي پر افغان خاوره د پاکستان شوي بریدونه د اندېښنې وړ یادوي.
د نظامي او سیاسي چارو شنونکی جنرال امرالله امان وایی، که افغان دولت په پیاوړي دریځ د پاکستان د یادو بریدونو پر وړاندې غبرګون ونه ښيي، د بریدونو دا لړۍ به دوام ولري.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان پر افغان خاوره دا ډول توغندويي بریدونه کوي، بلکې تر دې وړاندې هم دغه هېواد په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د افغانستان پر خاوره ورته بریدونه کړي، چې تر ډېره ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله او مالي زیانونه اوښتي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA