ads

جمهور رییس غني: د غزني امنیتي حالت د قناعت وړ نه دی

د ارګ له لوري خپره شوې خبرپاڼه وایي، د هېواد جمهور رییس محمد اشرف غني نن سهار مهال د یو دولتي پلاوي په مشرۍ غزني ولایت ته په سفر ولاړ.

محمدخان بریال
26 چنګاښ 1399
جمهور رییس غني: د غزني امنیتي حالت د قناعت وړ نه دی

سرچینه زیاتوي، د دغه سفر هدف د یاد ولایت د امنیتي حال ارزول ښودل شوي وو.
د خبرپانې له مخې، جمهور رییس غني د غزني ولایت د چارواکو د خبرو تر اورېدو وروسته وویل، د د دغه ولایت امنیتي حالت د تېر په پرتله ښه شوی، خو اړتیا ده چې په دې برخه کې لا ډېر ګامونه اوچت شي.
هغه د غزني اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې امنیت به یې خوندي شي او په دې لاره کې به پرتې ستونزې هوارې شي.
ویل کېږي چې غزني ته د هغه د سفر پر مهال پر یاد ښار څو توغندویي بریدونه هم شوي، چې ملکي اتو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر دې وړاندې د غزني ولایت امنیتي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA