ads

د کورونا ویروس ۷۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۷۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۳۵ زره واوښت.

محمدخان بریال
26 چنګاښ 1399
د کورونا ویروس ۷۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

د دغه وزارت مرستیال ویاند نورالله ترکي کلید ته وویل، له دې وبا څخه تازه ۲۱ تنه مړه شوي او ۴۲۵ نور بیا ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۱۱۵ او د رغېدلو کسانو شمېر ۲۲ زره او ۸۸۱ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA