ads

طالبانو ۱۱ نور حکومتي بندیان ازاد کړل

طالبان وایي، په څو ولایتونو کې یې ۱۱ نور حکومتي بندیان خوشې کړي دي.

محمدخان بریال
25 چنګاښ 1399
طالبانو ۱۱ نور حکومتي بندیان ازاد کړل

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي، د نورو ورځو په څېر پرون په لوګر، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې ۱۱ حکومتي عسکر او پولیس د دوی له بند خونو ازاد او د مالي مرستې په ورکولو سره خپلو کورنو ته ولېږل شول.
د یادولو وړ ده چې وړمه ورځ افغان حکومت هم د هغوی د ۱۸۰ نورو بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکړ.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل پر خپل ټویټرپاڼه ولیکل، افغان حکومت د تېرو څو ورځو په موده کې د هېواد له مختلفو زندانونو۱۸۰ نور طالب بندیان ازاد کړي چې په دې سره د حکومت له بندخونو د خوشي شوو طالب بندیانو شمېر ۴۱۹۹ تنو ته ورسېد.
په ورته وخت کې طالبان ټینګار کوي چې د دوحې د تړون له مخې باید د هغوی ۵۰۰۰ زره بندیان د ورکړل شوي لېست مطابق خوشي شي، خو افغان حکومت وایي، هغه طالب بندیان نه شي خوشي کولی چې په لویو بریدونو کې ښکېل وو.
د واشنګټن او طالبانو د تړون له مخې به افغان حکومت د دې ډلې ۵۰۰۰ زره بندیان، خو طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان ازادوي او تر هغه وروسته به بین الافغاني خبرې پیلېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA