ads

سټولټنبرګ: د طالبانو اوسنی تاوتریخوالی د زغمولو نه دی

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې د ښکېلو لورو له خوا د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې.

محمدخان بریال
25 چنګاښ 1399
سټولټنبرګ: د طالبانو اوسنی تاوتریخوالی د زغمولو نه دی

نوموړي پرون پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، په سمنګان ولایت کې د ملي امنیت پر ریاست او ښاروالۍ د طالبانو برید وښودله چې په افغانستان کې تاوتریخوالی مخ په ډېرېدو دی او دا کولی شي د افغان سولې اوسنۍ هڅې له خنډ سره مخ کړي.
هغه پر ښکېلو لورو غږ کړی چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل کړي.
ده زیاته کړې، دا چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي او که نه، په دې اړه د دوی مشورې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سمنګان د والي عبداللطیف ابراهیمي په وینا، د دغه ولایت د ملي امنیت پر ودانۍ د طالبانو په موتربم او وسله وال برید کې د یوې مېرمنې په ګډون د ملي امنیت ۱۱ کارمندان ووژل شول او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۳ نور پکې ټپیان شول.
طالبانو د دغه برید پړه ومنله او افغان سرتیرو ته یې د درنې مرګ ژوبلې اوښتو ادعا وکړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA