د یادې ادارې سرپرست عبدالقدیر خموش نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د کانکور ازموینو په لومړي پړاو کې ارزګان، بادغیس، پکتیکا، پنجشیر، ډایکنډي، زابل، سرپل، سمنګان، غور، فراه، کندز، کندهار، کونړ، لوګر، نورستان، نیمروز او میدان وردګ ولایتونه شامل دي.
د خاموش په وینا، په دویم پړاو کې به، چې د اختر پر څلورمه پیلېږي، په هلمند، غزني، پکتیا، خوست، بامیان او هرات ولایتونو کې دا لړۍ بشپړه شي.
هغه زیاته کړه، د دغو ازموینو درېیم پړاو به تر اختر اووه ورځې وروسته واخیستل شي او دا بهیر به د زمري یا اسد میاشتې تر وروستیو بشپړ شي او په اخر کې به د مرکز کابل او ولسوالیو ازموینې واخیستلې شي.
ښاغلي خاموش ډاډ څرګند کړ چې د دې پروسې لپاره د کورونا ویروس د مخنیوي په هدف ټول روغتیایي تدابیر په پام کې نیول شوي، ازموینه په ازاده فضا کې اخیستل کېږي او د ماسک اغوښتل لازمي دي.
ټاکل شوې، سږ کال د کانکور په ازموینه کې ۲۱۰ زره تنه ګډون وکړي.