د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مرستيال احمد صادق عیسی کليد ته وويل، تېره شپه وسله والو طالبانو د زابل ولايت په اټغر او ميزانه ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل چې په ځوابي برید کې ۱۰ وسله وال طالبان ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.
نوموړی وايي، د ملي اردو د ماينونو شنډولو ځانګړې ډلې په زابل او کندهار ولایتونو کې شپږ کړۍ خښ شوي ماینونه هم شنډ کړي دي.
عیسی خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ