د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، نوموړی په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د غازي امان الله خان په لېسټ اې سیالیو کې د جعلي لاسلیکونو، له لوبغاړو د مالیې ګرځولو او نورو سرغړونو له امله له دندې ګوښه شوی دی.
هستي ګل عابد د کرکټ د ملي لوبډلې د روزونکي او د کورني کرکټ د مسول په توګه پاتې شوی او په دې اداره کې یې ورته نورې دندې هم ترسره کړې دي.
د کرکټ بورډ د خبرپاڼې پر اساس، د هغه د ګوښه کېدو پرېکړه د بشري سرچینو د اصولو له مخې شوې ده.
بلخوا، هستي ګل عابد پر ده لګول شوي تورونه رد کړي او زیاته کړې یې ده چې دا اداره له ګڼو ستونزو سره مخ ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ