ads

روغتیا سازمان د کورونا په مخنیوي کې خلک په بې‌غورۍ تورنوي

د روغتیا نړیوال سازمان څرګندوي چې کورونا ویروس په ټوله نړۍ کې پر یو جدي ګواښ بدل شوی، خو لاهم ځینې هېوادونه د دې وبا په مخنیوي کې جدي نه ښکاري او که دې مسلې ته پام ونه شي، وېره شته چې حالت به تر دې هم ناوړه شي.

شمس الرحمن شمس
24 چنګاښ 1399
روغتیا سازمان د کورونا په مخنیوي کې خلک په بې‌غورۍ تورنوي
د یاد سازمان مشر ټېډروس اډانوم پرون په جنیوا کې یوې خبرې ناستې ته وویل، یو شمېر هېوادونه هغه تګلارې نه عملي کوي چې د کورونا په مهارولو کې خورا ګټورې ثابتې شوې او له همدې کبله هلته پر دې وبا ډېر کسان اخته شوي دي.
دغه سازمان داسې مهال اندېښنه څرګندوي چې په ټوله نړۍ کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر تر ۱۳ میلیونه اوښتی او تر نیم میلیون ډېر کسان ترې وژل شوي دي.
دا سازمان وېره لري چې په اوسنیو شرایطو کې کورونا ویروس د وګړو تر ټولو لوی دښمن دی، خو ځینې هېوادونه او خلک په دې برخه کې بې‌غوري کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA