د دغه کمېسيون مرستيال نعيم نظري نن سهشنبې یوې خبري غونډې ته وويل، له دې ډلې ۲۹۷ ښځو او ۶۳۰ ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې، چې د ماشومانو په تلفاتو کې ۳۳ سلنه او د ښځو تلفاتو کې بيا ۰.۵ سلنه کموالی راغلی دی.
نوموړی زياتوي، د دوی موندنې ښيي چې ۴۸.۵ سلنه تلفات د طالبانو، ۲۶.۷سلنه د نامعلومو عواملو، ۱۵.۵ سلنه د حکومتي ځواکونو، ۶.۳سلنه د داعش ډلې او ۲.۳ سلنه تلفات بيا د نړيوالو ځواکونو لخوا اوښتي دي.
د نظري په خبره، په دې موده کې په بېلابېلو پېښو کې د تلفاتو کچه راکمه شوې، خو هدفي وژنې، ترور، چسپکي او ځای پر ځای شوي ماينونه هغه موارد دي چې د ټولو تلفاتو ۵۷ سلنه برخه جوړوي.
نوموړي وويل:
«زموږ موندنې ښيي چې د روان ميلادي کال د لومړيو شپږو مياشتو په لړ کې په ۸۸۰ بېلابېلو بريدونو کې ۱۲۱۳ ملکيان وژل شوي او ۱۷۴۴ نور ټپيان شوي چې دا مرګ ژوبله تېر ميلادي کال د لومړيو شپږو مياشتو په پرتله ۱۱ سلنه کموالی ښيي، دې ډلې ۲۹۷ ښځو او ۶۳۰ ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې، چې د ماشومانو په تلفاتو کې ۳۳ سلنه او د ښځو تلفاتو کې بيا ۰.۵ سلنه کموالی راغلی دی.»
دی همدا راز د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د جګړو پر مهال د ملکي وګړو ژوند خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.
نظري ټينګار کوي، سولې ته د رسېدو او د هېوادوالو د بشري حقونو د تضمين په موخه دې ژر تر ژره بينالافغاني مذاکرات پيل شي.
نوموړي وويل:
«موږ په جګړه کې له ښکېلو خواوو غواړو چې په هغه سيمو کې ملکي وګړي مېشت دي له جګړې ډډه او د دوی ژوند ته دې پام وکړي.»
په ورته وخت کې د جمهور ريیس وياند صدیق صدیقی د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وروستي راپور ته په اشارې وويل، د ملکي وګړو د تلفاتو اصلي عاملين وسلهوالو طالبان او نورې ترهګرې ډلې دي.
دی زياتوي، افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د خلکو ساتوونکي دي او تل یې هڅه کړې چې د خپلو عملياتو پر مهال د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي.
صدیقي وويل:
«موږ د بشري حقونو خپلواک کمېسيون راپور مطالعه کړ، له بده مرغه د ملکي وګړو د تلفاتو اصلي عاملين وسلهوالو طالبان او نورې ترهګرې ډلې دي، افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د خلکو ساتوونکي دي او تل یې هڅه کړې چې د خپلو عملياتو پر مهال د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي.»
بل لور ته د پوځي چارو شنوونکی علي وردګ بيا د بشري حقونو خپلواک کمېسيون راپور د اندېښنې وړ بولي او زياتوي، د ملکي تلفاتو او د جګړې د شدت تر ټولو اساسي عوامل د سولې په مذاکراتو کې د ډېرو امتیازاتو تر لاسه کول دي.
هغه زياته کړه، د مخامخ جګړې شدت د پخوا په پرتله راکم شوی، وسلهوال مخالفين له مسووليت څخه د ځان ژغورنې په هدف له چسپکي او ځای پر ځای شوو ماينونو څخه کار اخلي.
وردګ وويل:
«د جګړې ښکېلې خواووې اوس په يو ډول غواړي چې له دې کار سره د سولې په پروسه کې ښې لاسته راوړنې ولري او ښه امتيازات ترلاسه کړي، نو د همدې لپاره جګړې زور اخیستی او مليکانو ته ډېره مرګژوبله اوښتې.»
دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون شمېرې ښيي، د تېر ۲۰۱۹ ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۳۳۳۸ ملکيانو ته مرګژوبله اوښتې وه، چې له دې ډلې ۹۷۹ وژل شوي وو او ۲۳۵۹ نور بيا ټپيان شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ