ads

په فاریاب کې ناپېژانده وسله والو څلور لمونځ کوونکي وژلي 

د فاریاب امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې نا پېژانده وسله والو د جومات پر لمونځ کوونکو برید کړی او ۱۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

شمس الرحمن شمس
24 چنګاښ 1399
په فاریاب کې ناپېژانده وسله والو څلور لمونځ کوونکي وژلي 
د یاد ولایت د والي ویاند احمد جاوېد بیدار کلید ته وویل، تېره شپه څلورو نامعلومه وسله والو د اوومې حوزې اړوند د حضرت عثمان جومات پر لمونځ کوونکو وسله وال برید کړی، له کبله یې د دوو سیمه‌ییزو پولیسو په ګډون څلور تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.
د بیدار په خبره، وسله له سیمې په تېښته بریالي شوي او د نیولو لپاره یې د پولیسو هڅې روانې دي.
تراوسه وسله والو مخالفینو په دې تړاو نظر نه دی څرګند کړی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA