ads

هستي ګل عابد له دندې ګوښه شو

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ پخوانی مدیر هستي ګل عابد د فساد په تور له دندې لرې کړی.

شمس الرحمن شمس
24 چنګاښ 1399
هستي ګل عابد له دندې ګوښه شو
د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، نوموړی په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د غازي امان الله خان په لېسټ اې سیالیو کې د جعلي لاسلیکونو، له لوبغاړو د مالیې ګرځولو او نورو سرغړونو له امله له دندې ګوښه شوی دی.
هستي ګل عابد د کرکټ د ملي لوبډلې د روزونکي او د کورني کرکټ د مسول په توګه پاتې شوی او په دې اداره کې یې ورته نورې دندې هم ترسره کړې دي.
د کرکټ بورډ د خبرپاڼې پر اساس، د هغه د ګوښه کېدو پرېکړه د بشري سرچینو د اصولو له مخې شوې ده.
بلخوا، هستي ګل عابد پر ده لګول شوي تورونه رد کړي او زیاته کړې یې ده چې دا اداره له ګڼو ستونزو سره مخ ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA