ads

محمد حلیم فدايي د پکتیا د نوي والي په  توګه دنده پیل کړه

د خوست پخواني والي محمد حلیم فدايي پرون د پکتیا د نوي والي په توګه رسما خپل ماموریت پیل کړ.

خیرالدین ذکي
24 چنګاښ 1399
محمد حلیم فدايي د پکتیا د نوي والي په  توګه دنده پیل کړه
فدايي د پکتیا په ولایتي مقام کې جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې د ښې حکومتولۍ په رامنځته کولو ، په دولتي ادارو کې پر ژور بدلون او سمون  ټینګار وکړ.
هغه وویل، پکتیا ته د کار او خدمت کولو په هدف له  قوي هوډ او غښتلې ارادې سره راغلی دی.
د نوي والي لپاره په جوړو شوو مراسمو کې د پکتیا ولایتي شورا غړو، مشرانو او ځوانانو په دې ولایت کې د نیمګړو پروژو د بشپړیدو تر څنګ د پکتیا لپاره د بنسټيزو پروژو او ځوانانو ته د کاري زمینې برابرولو غوښتنه وکړه.
محمد حلیم فدايي د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لوري د پکتیا والي ټاکل شوی، نوموړي تر دې وړاندې د خوست د والي په توګه څه باندې دوه کاله دنده سرته ورسوله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA