ads

طالبانو ۲۵ نور حکومتي بندیان ازاد کړل

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي، د نورو ورځو په څېر پرون په کندهار ولایت کې هم ۲۵ حکومتي عسکر او پولیس د دوی له بند خونو ازاد او د مالي مرستې په ورکولو سره خپلو کورنو ته ولېږل شول.

محمدخان بریال
24 چنګاښ 1399
طالبانو ۲۵ نور حکومتي بندیان ازاد کړل
د یادولو وړ ده چې تېره ورځ افغان حکومت هم د هغوی د ۱۸۰ نورو بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکړ.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل پر خپل ټویټرپاڼه ولیکل، افغان حکومت د تېرو څو ورځو په موده کې د هېواد له مختلفو زندانونو۱۸۰ نور طالب بندیان ازاد کړي چې په دې سره د حکومت له بندخونو د خوشي شوو طالب بندیانو شمېر ۴۱۹۹ تنو ته ورسېد.
په ورته وخت کې طالبان ټینګار کوي چې د دوحې د تړون له مخې باید د هغوی ۵۰۰۰ زره بندیان د ورکړل شوي لېست مطابق خوشي شي، خو افغان حکومت وایي، هغه طالب بندیان نه شي خوشي کولی چې په لویو بریدونو کې ښکېل وو.
د واشنګټن او طالبانو د تړون له مخې به افغان حکومت د دې ډلې ۵۰۰۰ زره بندیان، خو طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان ازادوي او تر هغه وروسته به بین الافغاني خبرې پیلېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA