د هغه په وینا، داسې بریدونه د منلو نه دي او د هغو کسانو د پیاوړتیا لامل کېږي چې په افغانستان کې د سولې مخالف دي.
خلیلزاد پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي او د تړون عملي کولو ته ژمن پاتې شي.
ده زیاته کړې، متحده ایالاتونو پر دواړو لورو فشار راوړی چې د تلپاتې سولې په هدف ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل کړي.
د یادولو وړ ده چې پرون ۱۱ بجې وسله والو طالبانو د سمنګان ولایت د ملي امنیت د ریاست پر ودانۍ وسله وال موټر بم برید ترسر کړ.
په هغه برید کې د یوې مېرمنې په ګډون د ملي امنیت ۱۱ کارمندان ووژل شول او د ملکي وګړو په شمول ۶۳ نور بیا ژوبل شول.