ads

خلیلزاد: د طالبانو پرونی برید د دوحې له تړون سره ټکر لري

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله ټوېټرپاڼه د وسله والو طالبانو پروني برید ته په غبرګون ویلي، دا ډول بریدونه د سولې په هدف د امریکا او طالبانو تر منځ له شوي تړون ښکاره سرغړونه ده.

شمس الرحمن شمس
24 چنګاښ 1399
خلیلزاد: د طالبانو پرونی برید د دوحې له تړون سره ټکر لري

د هغه په وینا، داسې بریدونه د منلو نه دي او د هغو کسانو د پیاوړتیا لامل کېږي چې په افغانستان کې د سولې مخالف دي.
خلیلزاد پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي او د تړون عملي کولو ته ژمن پاتې شي.
ده زیاته کړې، متحده ایالاتونو پر دواړو لورو فشار راوړی چې د تلپاتې سولې په هدف ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل کړي.
د یادولو وړ ده چې پرون ۱۱ بجې وسله والو طالبانو د سمنګان ولایت د ملي امنیت د ریاست پر ودانۍ وسله وال موټر بم برید ترسر کړ.
په هغه برید کې د یوې مېرمنې په ګډون د ملي امنیت ۱۱ کارمندان ووژل شول او د ملکي وګړو په شمول ۶۳ نور بیا ژوبل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA