ads

تر هوکړې وروسته ۱۳۵ ترخې ورځې

د امریکا او طالبانو ترمنځ تر هوکړې ۱۳۵ ورځې وروسته امریکايي چارواکي دې ته خوشحاله دي چې له هوکړې سره سم یې خپلې ژمنې پوره کړې او چارې په سم لوري روانې دي؛ خو په دې مرحله کې چې د کومو مواردو د ترسره کولو ژمنې شوې، ډېر مهم موارد لا هم نه دي عملي شوي. دې چارې د سولې او مذاکراتو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي او ګڼ افغانان يې په خپلو وینو کې لمبولي دي.

کلید
24 چنګاښ 1399
تر هوکړې وروسته ۱۳۵ ترخې ورځې

زلمي خلیلزاد په یو تازه ټويټ کې لیکلي، د هوکړې د لاسلیک ۱۳۵ ورځې تېرې شوې او دا د پام وړ ټکی دی چې متحده ایالات د خپلو ژمنو لومړۍ مرحله سر ته ورسوي.
په هوکړه لیک کې د لومړۍ مرحلې په جریان کې څلور مهمې ژمنې شوې وې، چې په تدریجي ډول په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو کمول، تاوتریخوالي راکمول، د بندیانو خوشې کول او د بین الافغاني مذاکراتو جوړول وو. خو لکه څنګه چې لیدل کېږي له دغو څلورو ژمنو يوازې تر ډېره بریده له افغانستانه د یو شمېر امریکايي ځواکونو پر ایستلو تمرکز ښه و، خو پاتې درې نورې ژمنې چې د بندیانو خوشې کول، د بین الافغاني مذاکراتو پیلول او د تاوتریخوالي د کچې کمول دي، ډېر تمرکز نه دی شوی. دغه ټکی د دې سبب ګرځېدلی چې جګړې له سره پیل او شدت ونیسي چې تر ډېره په کې عامو افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي. همدا پرون طالبانو په سمنګانو کې د ملي امنیت پر ادارې د موټر بمب برید وکړ چې ۵۶ تنه عام وکړي په کې سخت ټپیان شوي دي. تر دې مخکې هم ځينې ورته بریدونه شوي چې ګڼو ملکي وګړو ته پکې ځاني او مالي تاوانونه اوښتي دي.
داسې بریدونه د غندلو دي او باید په جدی ډول د هغه پر وړاندې اقدامات ترسره شي. د افغانان توقع دا ده چې امریکا باید دې ټکي ته پوره توجه وکړي او پر وړاندې يې چوپتیا خپله نه کړي.
په افغان سوله کې د متحده ایالاتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سمنګانو پېښه د منلو وړ نه ده ګڼلې او ویلي يې دي چې هغه غندي. خو افغانان غواړي چې نور نو نړیوال او په تېره د امریکا متحده ایالات د الفاظو په کچه د بریدونو د غندلو له دريځه تېر شي او د هرې پېښې پر وړاندې جدي موقف ونیسي. د سمنګانو او دې ته ورته په تېرو ۱۳۵ ورځو کې شوي بریدونه عادي نه دي. په هغه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګن شمېر ملکي وګړي وژل شوي چې د نړیوالو ميثاقونو او جنګي قوانینو له مخې په جنګي جرمونو کې راځي او باید د هغه پر وړاندې دريځ غوره کول هم د جنګي جنایت له زاويې وي، نه د عادي جنګ له لیده. پر دې ټکي ځکه ټينګار کېږي، که چېرته نړیوال یوازې پر الفاظو د بریدونو غندنه وکړي، د بریدونو ترسره کوونکي يې عادي ګڼي او خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي.
همدا نن د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې د روان کال په لومړيو شپږو میاشتو کې ۲۹۵۷ تنو ملکي وګړو ته په جګړو کې تلفات اوښتي او طالبان په کې ډېر پړه بلل شوي دي. د کمېسیون د راپور له مخې، طالبان د ۴۸ اعشاریه ۵ فیصده ملکي تلفاتو مسوولیت پر غاړه لري.
افغانان فکر کوي که چېرته وضعیت همداسې دوام وکړي او د افغانانو د وینو بهيدل ورته بې ارزښته ښکاره شي، نو موږ به هیڅکله سولې او ثبات ته ونه رسېږو او په دې برخه کې هره هڅه به له ناکامۍ سره مخ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA