ads

امنیتي ځواکونو له طالبانو د پروني برید د غچ اخیستو گواښ کړی

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په سمنګان ولایت کې د دوی پر ریاست د طالبانو د برید په غبرګون کې وایي، طالبانو په دغه برید سره وښودله چې په هېواد کې د سولې راتګ او اسلامي ارزښتونو ته هېڅ ژمن نه دي.

محمدخان بریال
24 چنګاښ 1399
امنیتي ځواکونو له طالبانو د پروني برید د غچ اخیستو گواښ کړی
له یاد ریاست څخه د سه شنبې په ورځ کلید ته په رالېږل شوې اعلامیه کې ویل شوي، طالبانو د دوحې تر تړون وروسته پر ملکي وګړو بریدونو ډېر کړي، له شوې هوکړې یې سرغړونه کړې او د سولې لپاره هېڅ مثبت لیدلوری نه لري.
د ملي امنیت ریاست په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دا ډله اوس هم د القاعده په ګډون له ګڼو نورو ترهګرو ډلو سره اړیکي لري او د هغوی په همکارۍ دا ډول بریدونه ترسره کوي.
د سرچینې په وینا، د دوی ټولو امنیتي قطعو ته د تیار سۍ امر شوی او زیاته کړې یې ده چې ډېر ژر به د پروني برید غچ واخلي، طالبان او د هغوی بهرني ملګري به وځپي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د سمنګان ولایت د ملي امنیت پر یاست د دې ډلې په موټربم او وسله وال برید کې د یوې مېرمنې په ګډون د یاد ریاست ۱۱ کارمندان ووژل شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA