ads

افغانستان، ترکمنستان او اذربایجان د همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه

د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان، ترکمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیران د تېرې ورځې په درې اړخیزه ناسته کې د درېیو واړو هېوادونو تر منځ د همکاریو د پراختیا لپاره د طرحو د پلي کېدو پر میکانیزم هوکړې ته ورسېدل.

محمدخان بریال
24 چنګاښ 1399
افغانستان، ترکمنستان او اذربایجان د همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه
له دغه وزارت څخه تېره ورځ رسنیو ته په رالېږلې اعلامیه کې لیکل شوي، محمد حنیف اتمر، المار محمد یاروف او رشید مرادوف هوکړه وکړه چې د زمري میاشتې پر ۱۶مه نېټه به د دغو طرحو او مکانیزم د پلي کېدو لپاره لازم تدابیر ونیول شي.
د اعلامیې په وینا، په دې ویډیویي ناسته کې د سوداګرۍ او ټرانسپورټ د پراختیا په هدف د لاجوردو له لارې د غوره ګټې اخیستنې په تړاو هم موافقه وشوه.
دا طرحه د روانې جولای میاشتې پر دویمه نېټه په څلورو سکټورونو، ټرانسپورټ، سوداګرۍ، انرژۍ او پانګونې برخو کې د درېیو هېوادونو د جمهور ریسانو په غونډه کې مطرح شوې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA