ads

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر یو لک او ۳۵ زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر دې دمه درې میلیونه، ۳۰۴ زره او ۸۷۸ تنه پر کورونا اخته شوي او تر یو لک او ۳۵ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

محمدخان بریال
23 چنګاښ 1399
په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر یو لک او ۳۵ زره واوښت
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۳ میلیونه ته نېږدې شوی او تر نیم میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۴ زره او ۹۵۴ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۷۲ زره او ۱۰۰،  په بریټانیا کې ۴۴ زره ۹۰۴، په هسپانیا کې ۲۸ زره ۴۰۳، په فرانسه کې ۳۰ زره اووه، په هند کې ۲۳ زره او ۱۷۴، په ایران کې ۱۲ زره او ۸۲۹ او په پاکستان کې ۵۲۶۶ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA